تخصصي خدمتونه
هغه شرکتونه چې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په پارک کې فعالیت کوي کولی شي د عمومي او لومړني خدماتو پراخه لړۍ، ساینسي، تخصصي خدماتو، تخنیکي او نورې اسانتیاوې څخه ګټه پورته کړي چې ځینې مهم یې په لاندې ډول دي:
تخصصي خدمتونه
1) د مدیریت مشورتي خدمتونه: حقوقي، مالي او بیمې مشورې، د سټاک بروکرج خدمتونه، د روزنې خدمتونه
2) د سوداګرۍ مشورتي خدمتونه: د برانډینګ ، داخلي بازارموندنې ، پانګوونې راجلبولو او سوداګریز کولو په برخه کې مشورې
3) نړیوال مشورتي خدمتونه: پیټینټ کول، د نړیوالو معیارونو او سندونو ترلاسه کول، او د نړیوال بازار موندنې اسانتیا.
