له فاوا پارک څخه د سینیګال هیواد د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ سیمې د عمومي رییس په لیدنه کې؛
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په کمیسیون کې د فاوا پارک غړیتوب وڅیړل شو

د دغې غونډې په پيل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی د پارک سر پرست او د وزیر مشاور انجنير اکبر قنبرپور د سينيګال جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د منځني ختيځ د سيمې د عمومي رييس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ومنله: د افریقایي هیوادونو سیمه، متقابل عمل او تمرکز په تیرو څو کلونو کې د پام وړ و، په ځانګړي توګه زموږ تمرکز په سینیګال او مالي هیواد باندې دی.
د وزیر مشاور او د پارک سر پرست په دوام کې وویل: ایران ۳۱ ولایتونه لري او هر ولایت د ساینس او ټکنالوژۍ پارک لري. تقریبا پنځه کاله دمخه حکومت دې پایلې ته ورسیده چې وزارتونو هم د ټکنالوژۍ پارک د جوړولو جواز ورکړي. په پایله کې، ۳۱ ولایتي پارکونه او ۴ ځانګړي پارکونه د وزارتونو تر څارنې لاندې شتون لري. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت او فاوا پارک د اهدافو له جملې څخه د ملي معلوماتي شبکې پراختیا او د ډیجیټل اقتصاد اړوند ټکنالوژیو پراختیا ده.
انجنیر اکبر قنبرپور د شرکتونو د بازار پراختیا ته مخه کړه او ویې ویل: هغه څه ته چې باید رسیده ګي وشی او پلي شي، د شرکتونو د بازار پراختیا ده. له همدې امله، د شرکتونو لپاره د نړیوال بازار پراختیا هم د دې پارک د پلانونو یوه برخه ده. د خپل نړیوال تعامل لپاره، فاوا پارک درې موخې په ذهن کې لري: "د پارک د غړو شرکتونو بهرني بازار پراخول او د دوی محصولاتو صادرول"، "د ټکنالوژۍ لیږد هغه هیوادونو ته چې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري " او " له نورو هیوادونو سره د ټکنالوژۍ پارکونه جوړونه کې د تجربو شریکولو".
په دوام کې د فاوا پارک د نړیوالو چارو سلاکار ډاکټر عباس قنبري باغستان د ښه راغلاست په ترڅ کې د فاوا پارک ټوله پیژندنه او د افریقایي هیوادونو په ځانګړي ډول له سینیګال سره د ترسره شویو غونډو تاریخچې ته مخه کړه وویل. د فاوا پارک لمړني اړیکه له سنګال سره دوه کاله دمخه په ۱۴۰۰ د جوزا په میاشت کې پیل شوه مونږ د سینیګال د ډیجیټل پارک څخه غوښتنه ترلاسه کړه چې سینیګال ته د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ په برخه کې د ایران تجربې انتقال کړي او راتلونکې اړیکې به د دواړو هیوادونو د سفارتونو له لارې په ډیپلوماټیک ډول ترسره شي. تېر کال د سينيګال سفير فاوا پارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاريو په کمېسيون کې د فاوا پارک د ګډون غوښتنه وکړه. موږ د هغه غوښتنه ومنله او دا موضوع د مخابراتو و معلوماتی وزرات او د بهرنیو چارو وزارت له لارې تعقیب شوه او دې ته په پام سره چې په ایران کې د کرنې وزارت د دواړو هېوادونو د کمیسیون مشر دی، د دغه وزارت د نړیوالو چارو له مرستیال سره مو وکتل او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې مو د ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
هغه په دوام وويل: له سينيګال سره د اړيکو د پياوړتيا په خاطر فاوا پارک د نړيوالو همکاريو د دريو اصلي محورونو په بڼه خپل وړانديزونه چې د انجنير قنبرپور له خوا ورته اشاره شوې ده، چمتو کوي او موږ به يې کميسيون ته د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لپاره واستوو.
سربیره پردې د سینیګال د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د سیمې عمومي رییس ښاغلي عثمان دیوپ وویل: لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، ایران د سینیګال په پرتله د ټکنالوژۍ په وده کې دی، ۳۱ ولایتي پارکونه او ۴ ځانګړي پارکونه لري. موږ د دې لارې په پیل کې یو ځکه چې سینیګال هیواد یو پارک لري، له همدې امله موږ لیوال یو چې د آی.سی.تی په برخه کې ستاسو له ارزښتناکو تجربو څخه ګټه پورته کړو.
د سینیګال هیواد د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د سیمې عمومي رییس په دوام کې وویل: د نړیوالو همکاریو د دریو برخو په پام کې نیولو سره چې تاسو یې یادونه وکړه، سینیګال هیواد په دې برخه کې د معلوماتو تبادلې ته اړتیا لري او موږ راتلونکو برخو ته په تمه یو. د ګډ کمېسیون په غونډه کې باید د فاوا پارک استازي هم حضور ولري او ژر تر ژره دې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د ناستې په دوام کې ډاکټر عباس قنبري باغستان د پارک د فعالیتونو او د هغې د غړو شرکتونو د فعالیتونو په اړه د بشپړو معلوماتو په ورکولو سره، د سینیګال د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ سیمې له عمومي رییس څخه وغوښتل چې فاوا پارک ته د سینیګال ټکنالوژۍ پارک او هغه شرکتونه چې په هغه هیواد کې فعالیت کوي معلومات ورکړي. تر څو فاوا پارک دې معلوماتو پراساس خپل د پانګونې څرنګوالی تنظیم کړي.
په پای کې د سینیګال د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ زون عمومي رئیس د فاوا پارک له مسوولینو سره د امن پرداز شرکت، نوربهینه ګستر منځني ختیځ او فاوا پارک له سمارټ شنه خونه څخه لیدنه وکړه.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ښاغلي عثمان ديوپ، ښاغلي انجنيرقنبرپور او داکتر قنبری باغستان سربيره، په ایران کې د سینیګال جمهوریت د سفارت استازی ښاغلی ابو واکر، د بهرنیو چارو په وزارت کې د سینیګال د میز مشر سید ناصر غفاري، د ټکنالوژیست واحدونو پراختیا مرکز مدیر انجنیر محمد علي جعفري او د ټکنالوژۍ د پراختیا مرستیال انجنیر جاوید یزدان پناه هم په دې لیدنه کې حضور درلود.
ستاستو نظر: