د سوریې هیواد د خصوصي سکتور یوه تکنالوژیست پلاوي د فاوا پارک څخه لیدنه وکړه

د دغې غونډې په پيل کې د پارک د پيژندنې د کليپ له خپریدو وروسته د فاوا پارک د مخابراتو او نړيوالو چارو مشاور ډاکتر عباس قنبري باغستان په غونډه کې حاضرو کسانو ته د دغه پارک د ورپيژندلو په ترڅ کې د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ پارک بڼه او اسانتياوې بيان کړې او زیاته یې کړه: فاوا پارک د ایران د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي او د آی.سی.تی په برخه کې یو تخصصی پارک دی.
نوموړي په پارک کې د شته شرکتونو په اړه هم توضیحات ورکړل او زیاته یې کړه: هغه شرکتونه چې په پارک کې شتون لري لوی شرکتونه دي چې په ملي کچه بازار لري. موږ په فاوا پارک کې له دې شرکتونو سره مرسته کوو چې نور پرمختګ وکړي او په سیمه ایز او نړیوال ډګر کې عمل کولو ته چمتو شي. البته، په پارک کې میشته ډیری شرکتونه نړیوال بازار ته د ننوتلو لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.
ډاکټر قنبري دوام ورکړ: اوس مهال په فاوا پارک کې د تکنالوژیست شرکتونه له ۱۹۶ څخه زیات محصولات لري چې له دې جملې څخه ۷۴ تولیدات په سیمه ایزه او نړیواله کچه د تخنیکي او عمومي شاخصونو لکه د ټکنالوژۍ ژوروالی، مناسب کیفیت، ښه بیه او داسې نور پر بنسټ غوره شوي دي.
دغې غونډې په دوام کې د فاوا پارک ټکنالوژیست شرکتونو د محصولاتو یو انتخاب شوی لیست چې په هغو کې د موبایل ټیلیفونونو په شرکتونو کې کارول شوي هر ډول موډیمونه، سمارټ تعلیمي وایټ بورډونه، ټرافيکي دروازې، پادویش انټي ویروس او داسې نور شامل دي.
نوموړي همدا راز د فاوا پارک څانګې هم معرفي کړې او د فاوا پارک د خدمتونو، په تېر کال کې د نړیوالو فعالیتونو، د پارک پیشران پروژې او داسې نورو په اړه یې توضیحات ورکړل.
هغه په سیمه کې له مسلمانو هیوادونو سره ملګرتیا د فاوا پارک له لومړیتوبونو څخه وبلله او د فاوا پارک د شرکتونو د تولیداتو خرڅلاو او په سوریې کې یې د استازی دفتر جوړیدل د دواړو لورو ترمنځ د ملګرتیاو د محورونو په توګه یاد کړل.
د پارک د مخابراتو او نړیوالو چارو مشاور، په داسې حال کې چې فاوا پارک چمتو دی چې په سوریه کې د محصولاتو د جوړولو لپاره همکاري وکړي، یادونه وکړه: د فاوا پارک ځینې غړي شرکتونه د نور بهینه خاورمیانه شرکت په ګډون په نورو هیوادونو کې د تولید لینونو جوړولو ته چمتو دي.
په سوریه کې د S&S شرکت مشر ښاغلي عون د خپل ځان د معرفي کولو پر مهال د پارک تکنالوژیست تولیداتو ستاینه وکړه او د سایبر امنیت په برخه کې یې د سوریې تر ټولو مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل: دمشق له جګړې وروسته د بیارغونې په دوره کې دی او موخه یې د پارک له تجربو او محصولاتو څخه د ښار او ټولنې د بیارغونې او د ICT په ډګر کې د پوهې د ځایی کولو لپاره کارول دي. د غوره پایلو ترلاسه کولو او د لا زیاتو محصولاتو پلورلو لپاره، دواړه خواوې باید د یو بل سره په همکارۍ کې یو نوی میتود وکاروي.
د S&S شرکت مشر په سوریه کې د ICT او سایبر بازار ته یو نوی رامینځته شوی بازار وویل او دوام ورکر: د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې پوه شوم چې ایران د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د پوهاوي کچه لوړه او په دې برخه کې ارزښتناکه تجربې لري.
هغه یادونه وکړه: د دې په پام کې نیولو سره چې په سوریه کې د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ په برخه کې نیمګړتیاوې شتون لري، د دې شرکت اصلي هدف په سوریه کې د آی.سی.تی محصولاتو پراختیا لپاره د فاوا پارک له تجربو څخه کار اخیستل دي.
د S&S د مدیره هیئت غړي انجنیر عامر هم په دې غونډه کې وویل: د دې په پام کې نیولو سره چې په سوریه کې د افرادو ځواک ارزانه دی او په دې هیواد کې د تولیداتو لګښت ټیټ دی، دا شونې ده چې د فاوا پارک هارډویر او سافټویر پوهه سوریی ته انتقال شي او وروستی محصول په سوریه کې تولید او نورو هیوادونو ته صادر شي. البته، هغه محصولات چې له سوریې څخه نورو هیوادونو ته صادریږي باید د مناسب بازار ترلاسه کولو لپاره د نورو محصولاتو په پرتله ټیټ نرخ او لوړ کیفیت ولري.
د یادولو وړ ده چې د سوریې پلاوي د غونډې له پای ته رسیدو وروسته د نور بهینه گستر خاورمیانه شرکت، د اتصال صنعت میانه شرکت او همدارنګه د فاوا پارک سمارټ شنه خونه څخه لیدنه وکړه.
ستاستو نظر: