د سمارټ شنې خونې د مشاور او تخنیکي متخصصینو په حضور کې؛

د مالیزیا په پوترا پوهنتون کې د سمارټ شنو خونو د جوړولو د امکاناتو غونډه جوړه شوه

۲۲ جوزا ۱۴۰۲ | ۲۳:۱۲ Code : 881 خبرونه او پیښې
د لیدنو شمیر:105
د فاوا پارک عامه اړیکې: د فاوا پارک د سمارټ شنې خونې د ډیزاین مشاور، تخنیکي متخصصین او د مالیزیا د پوترا پوهنتون د صنعت مرستیال په حضور کې د مالیزیا په دغه پوهنتون کې د سمارټ شنو خونو د جوړولو شرایط او امکانات وارزول شول.
د مالیزیا په پوترا پوهنتون کې د سمارټ شنو خونو د جوړولو د امکاناتو غونډه جوړه شوه

په دې غونډه کې چې د فاوا پارک د لوړ پوړو چارواکو او همدارنګه د مالیزیا د پوترا پوهنتون د یوه پلاوي په شتون کې جوړه شوې وه، د IOT ټکنالوژۍ پر بنسټ د سمارټ شنو خونو د ډیزاین مشاور ډاکټر صالحي د فاوا پارک د سمارټ شنې خونې د پراختیایي پړاوونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ډاکټر صالحي د نورو ورته بهرنیو مثالونو په پرتله د فاوا پارک آی.او.تی شنو خونو رقابتي ګټو په اړه د دې شنو خونو تخنیکي همغږي مفصل راپور ورکړ. هغه په لاندي شیانو اشاره کړی: د مختلفو تخمونو د کرلو امکانات، د نباتاتو د کرلو څرنګوالی، د شنو خونو د ذخیره یې شبکې مدیریت میکانیزم، د تخمونو د ذخیرې شرایط او د هغو د کرلو او ساتلو مرحلې، د اوبو مصرف اندازه، د میوه غوره کول روبات او په دې شنه خونه کې د کښت لاندې د هر فصل د حاصلاتو زیاتول.

په دې کتنه کې د مالیزیا د پوترای پوهنتون مرستیال پروفیسور هنګ تواح بهارالدین، د پوترا پوهنتون د کرنې پوهنځي مشر پروفیسور لو ټک چون، د پوترا پوهنتون د ټولنې د پراختیا مرکز مشر پوهاند محمد نظام عثمان او د پوترای پوهنتون د ټولنې د پراختیا د مرکز مشر احمد فرحان آبکریم هم شتون درلود. دوی د فاوا پارک د شنې خونې د پرمختللې ټکنالوژۍ په اړه د حیرانتیا څرګندولو په ترڅ کې د دې ټکنالوژۍ په خپل پوهنتون د سپارلو غوښتنه وکړه.

هغه د خوراکي توکو بحران او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې رامنځته شویو ننګونو ته په اشارې سره وویل: له پوهنتونونو څخه د مالیزیا د حکومت غوښتنه دا ده چې د کرنې او خوراکي توکو په برخو کې د بیو سیستم، بیو ټکنالوژۍ او نورو اړوندو چارو په ګډون تمرکز وکړي.

پروفیسور هنګ تواح بهار الدین په وروستیو کلونو کې د مالیزیا د کرنې په برخه کې پرمختګونو ته په اشارې سره یادونه وکړه: ټکنالوژي لکه د شیانو انټرنیټ کارول د دواړو هیوادونو ترمینځ د همکارۍ لپاره ښه ساحه کیدی شي ، او موږ په یو.پی.ام پوهنتون کې چمتو یو چې ستاسو د تخنیکي متخصصین کوربه توب وکړو ترڅو زموږ په پوهنتون کې د سمارټ شنې خونې د مثال رامینځته کولو احتمال ارزونه وکړو.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د فاوا پارک د شنو خونو د ډيزاين پر مشاور او تخنيکي کارپوهانو سربېره د فاوا پارک د مخابراتو او نړيوالو چارو  مشاور ډاکټر عباس قنبري باغستان او د فاوا پارک د کلستر جوړونې او لابراتوارونو مدیر ډاکټر فرهاد سنجری فرد هم شتون درلود. 

د دې غونده په پای کې د مالیزیا اکاډمیک پلاوي د IOT شنو خونو، د کرنې خونې، د کرنې د محصولاتو پیوند خونه، د شبکې د مدیریت خونې او داسې نورو برخو څخه لیدنه وکړه.

دغه راز د مالیزیا د پوترای په پوهنتون کې د سمارټ شنو خونې د جوړولو د امکاناتو په اړه د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې دا موضوع دې  د دواړو لورو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د تفاهم نامی د لاسلیک په صورت کې تعقیب شي.

کلیدي کلمۍ: د فاوا پارک عامه اړیکې د مالیزیا د پوترای پوهنتون د صنعت مرستیال د سمارټ شنو خونو د جورولو پروسیس د سمارټ شنې خونې د ډیزاین مشاور


ستاستو نظر: