د روسټک شرکت له استازي سره په لیدنه کې؛

ډاکټر صديق: د فاوا پارک د روسي تکنالوژۍ له شرکتونو سره د ستراتيژيکو همکاريو پيلولو ته لېواله دی

۱۲ سنبله ۱۴۰۱ | ۱۵:۲۷ Code : 768 خبرونه او پیښې
د لیدنو شمیر:87
د فاوا پارک عامه اړیکې: په تهران کې د روسیې د سفارت مرستیال او د روسټک شرکت استازی ښاغلی یوري کریانوف او په تهران کې د روسیې د فدراسیون د سفارت کارکوونکی ښاغلی الکساندر فومینخ د لا زیاتو معلوماتو لپاره او د ستراتیژیکو همکاریو احتمال یې و ارزاوه، دوی د فاوا پارک څخه لیدنه وکړه.
ډاکټر صديق: د فاوا پارک د روسي تکنالوژۍ له شرکتونو سره د ستراتيژيکو همکاريو پيلولو ته لېواله دی

د وزیر مشاور او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پارک (فاوا) مشر ډاکټر صدیق دامغاني زاده د ښه راغلاست پرمهال وویل، فاوا پارک د عصري ټکنالوژۍ نویو برخو ته د رسېدو په موخه له روسټک شرکت سره د ګډې ستراتیژیکې همکارۍ د رامنځته کولو لېوالتیا لري.

د وزیر مشاور او د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ پارک رئیس معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ د فاوا پارک د فعالیت اصلي ډګر وباله، خو یادونه یې وکړه، چې د ملکي فضايي صنایعو(civil air space industries) په برخه کې هم د همکارۍ امکان شته.

ډاکټر صدیق دامغاني زاده د روسیې سره د همکارۍ د وړاندیزونو په توګه "د فاوا پارک خصوصي شرکتونو او روسټک شرکت ترمنځ د همکارۍ پراختیا" او "په فاوا پارک کې له روسټک شرکت سره د ګډ نوښت مرکز رامینځته کول" وړاندیز وکړ. هغه دغه راز دې ته اشاره وکړه چې د فاوا پارک به د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ په پراختيا کې د اسانتيا وړ رول ولوبوي.

هغه په فاوا پارک کې له روسټک سره د ګډ نوښت مرکز د جوړولو په اړه یادونه وکړه چې د اړتیا وړ زیربناوو لویه برخه چمتو کول به د فاوا پارک مسؤلیت وي.

ورپسې په تهران کې د روسیې د سفارت مرستیال او د روسټک شرکت استازي ښاغلي یوري کیریانوف د دغې غونډې له جوړیدو څخه د مننې په ترڅ کې د روسټیک شرکت معرفي کړ او یادونه یې وکړه چې د روسټیک شرکت د نړۍ په ۴۸ هیوادونو کې نمایندګي لري او یو یې په تهران کې میشت دی.

په تهران کې د روسټیک شرکت استازي یادونه وکړه چې د روسټیک دولتي شرکت په پرمختللې ټیکنالوژۍ سره د صنعتي محصولاتو د پراختیا، تولید او صادرولو په هدف تاسیس شوی او بیلابیلې زیرمې لري چې یو یې د معلوماتي ټکنالوژۍ(ICT) په برخه کې فعال دی.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د روستک دولتي شرکت دې د معلوماتي  او مخابراتو ټکنالوژۍ د پارک له خوا وړاندې شوی وړاندیز وڅېړي او پایله به یې اعلان کړي.

د یادولو وړ ده؛ د ډاکټر صدیق دامغاني زاده او ښاغلي یوري کریانوف سربیره په تهران کې د روسیې د فدراسیون د سفارت کارکوونکی ښاغلي الکساندر فومینیخ؛ د فاوا پارک د مخابراتو او نړیوالو چارو مشاور ډاکټر قنبري باغستان،؛ د فاوا پارک د ټکنالوژۍ د پراختیا مرستیال انجنیر یزدان پناه او د فاوا پارک د بازار د پراختیا مرستیال انجنیر جعفري هم حضور درلود.

په وروستۍ برخه کې د روسیې د سفارت تجارتي مرستیال او په تهران کې د روستیک شرکت استازي د فاوا پارک د ارگ جدید شرکت او سمارت شنه خونه څخه لیدنه وکړه.
 

کلیدي کلمۍ: د فاوا پارک عامه اړیکې د روسټک شرکت د روسیې د سفارت مرستیال د ستراتیژیکو همکاری


ستاستو نظر: