د مخابراتو وزارت د تابعی سازمانونو د لاسته راوړنو او وړتیاوې نندارتون جوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزیر ډاکټر عیسی زارع پور د دغه نندارتون په څنډه کې په تېرو کلونو کې د ملي معلوماتي شبکې د طرحې او پراختیا په اړه خبرې وکړې او د دغې شبکې ۶۴ سلنه پرمختګ ته په اشارې سره یې وویل: د ملي معلوماتو شبکه په ایران کې یوه چټکه، با کیفیته او خوندي شبکه ده چې په مختلفو برخو کې د خلکو اړتیاوې پوره کوي. دې شبکې د اوسني حکومت په پیل کې ۲۳ سلنه پرمختګ کړی و چې په څه کم ۲ کلونو کې ۶۴ سلنې ته رسېدلی دی.
د مخابراتو وزیر د مخابراتي زیربناوو ستونزې او نیمګړتیاوې هم په ګوته کړې او ویې ویل: د دې ستونزې لپاره اساسي حل لاره د کورونو او سوداګرۍ نوري فایبر دی، چې د زیربناوو په چمتو کولو سره یې د تطبیق چارې له تېر کال راهیسې پیل شوې او په ۱۰۰ ښارونو کې بشپړې شوې او په هره ثانیه کې 900 MB سرعت یې خلکو ته وړاندې کړی دی.
ډاکټر زارع پور دوام ورکړ: د ۱۴۰۴ کال تر پایه د هیواد د ټولو ښارونو د پوښښ لپاره اړین پلانونه جوړ شوي ده. دغه راز د اووم انکشافي پلان له مخې به تر ۱۴۰۷ کال پورې د هېواد ټولې ودانۍ له نوري فایبر سره ونښلول شي.
نوموړي دغه راز په ديارلسم حکومت کې د ۵۵۰۰ کلیو د مخابراتو د پراختیا یادونه وکړه او ویې ویل: موږ دغو مخابراتو ته اړتیا لرو ترڅو د هیواد ټولو خلکو ته د معلوماتي ټکنالوژی پر بنسټ بیلابیل خدمات وړاندې کړو.
د مخابراتو وزیر په هېواد کې د تولیداتو ټرافیک له دوه څخه تر درې برابره زیاتوالی د دې دورې یوه بله لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه: په دې حکومت کې، د کورني ټرافیک ریکارډ په هره ثانیه کې د 6.5 ټیرابایټ تبادلې سره مات شو.
په پای کې ډاکټر زارع پور د سمارټ حکومت د وروستي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او ویې ویل: زموږ موخه دا ده چې خلک وکولای شي پرته له کوم سند چمتو کولو څخه په خپلو تلیفونونو کې د آیکون له لارې په ۲۴ ساعته ډول دولتي خدمات وکاروي. د اووم پرمختیايي پلان له مخې ټولې عمومی ادارې او دولتي بنسټونه مکلف دي چې د دغه پلان تر پایه پورې خپل ټول خدمات په سمارټ ډول خلکو ته وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده؛ په دغه نندارتون کې د فاوا پارک د عامه اړیکو او نړیوالو چارو کارپوهې میرمن مینا راستی او د تکنالوژیست واحدونو د پراختیا مرکز کارپوهې میرمن نسرین عظیمي هم شتون درلود.
ستاستو نظر: