فاوا پارک د چين د پرمختللو ټکنالوژیو په نندارتون کې ګډون وکړ

د چين د پرمختللې تکنالوژۍ د پنځه ویشتمې دورې نندارتون د ١٤٠٢ کال د عقرب په ٢٤مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په سویل کې د شنزن ښار د نندارتون په مرکز کې تر سره شو، او موخه یې د پرمختللي ټیکنالوژیو ښودل او د شرکتونو ترمنځ تخنیکي او سوداګریزو معلومات تبادله کول وو. پدې نندارتون کې د معلوماتو او مخابراتو ټکنالوژی پارک (فاوا) درې شرکتونو "پگاه داده کاوان شریف"، "ایده بکر مبین" او "گروه مهندسین فنآوری نوین 52" هم شتون درلود.
د دغه نندارتون تمرکز په معلوماتو او مخابراتو ټکنالوژیو، مصنوعي هوښ، د شیانو انټرنیټ او زیات شوي واقعیت باندې وه، او پکې د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوژۍ، سمارټ ښار، د انرژي مصرف او چاپیریال ساتنه، سمارټ روغتیایي پاملرنې، د سیمی هادی نندارې او نوښت او په جورښت کې نوې ټکنالوژي شاملې وې.
لوړ پوړې ادارې لکه د چین د سوداګرۍ وزارت، د چین د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت، د چین د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت، د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د چین د ملي پراختیا او اصلاحاتو کمیسیون، د چين د کرنې وزارت، د چين د معنوی ملکيت دفتر، د چين د علومو اکاډمۍ، د چين د انجينري اکاډمۍ او د شنزن ښاروالۍ د دغه نندارتون له ملاتړو څخه وو.
د یادولو وړ ده؛ د دغه نندارتون په څنډه کې د فاوا پارک د ټکنالوژیست واحدونو پراختیا مرکز مدیر انجنیر محمد علي جعفري له دوو ایراني شرکتونو "هایکین ټکنالوژۍ" او "نوین سان" سره چې په شنزن کې د تولید، مونتاژ او R&D لري، لیدنه وکړه.
باید وویل شي؛ د چین د پرمختللې ټکنالوژي کلنی نندارتون په ١٩٩٩ کال کې په کار پيل کړی او په چين کې د ساينس او تکنالوژۍ تر ټولو ستر او اغېزناک نندارتون ګڼل کېږي.
ستاستو نظر: