له فاوا پارک څخه د هند د سفیر په لیدنه کې؛
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو ساحې وڅېړل شوې

د دغې غونډې په پيل کې د معلوماتی او مخابراتو د ټکنالوجۍ پارک رئيس او د وزير سلاکار انجنير اکبر قنبرپور د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره د هند سفير او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د دغه پارک موخې، فعاليتونه او څانګي معرفي کړې او ویې ویل: په ایران کې، موږ 31 ولایتي پارکونه او 4 ځانګړي او تخصصي پارکونه لرو، چې یو له دغو تخصصي پارکونو څخه فاوا پارک دی. فاوا پارک په مشهد، سمنان او اصفهان کې څانګې لري، او په پام کې ده چې د ICT او ډیجیټل اقتصاد د پراختیا، د پارک د ظرفیت د لوړولو او د استارتاپونه او د هغو فارغانو د ظرفیت د لوړولو په موخه چې د بازار په اړه مفکوره لري، د دغه پارک څانګې په ډیرو ولایتونو کې پراخې شي. موږ هيله لرو چې د خبرو اترو او د نظرياتو د تبادلې له لارې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي.
د وزیر سلاکار او د معلوماتي او مخابراتو ټکنالوجۍ د پارک رئیس په دوام کې وویل: هند د ICT او نورو هارډویر او سافټویر په برخه کې یو له مخکښو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د همدې دلیل لپاره، موږ په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره چمتو یو ترڅو د پارک د غړو شرکتونو محصولات او تولیدات نړیوال کړو. له همدې امله د نن ورځې لیدنه به له هند سره د اړیکو د پیاوړتیا په لور لومړی ګام وي.
هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د کلتور او نورو شرایطو له نظره ایران ته نږدې دی او دا مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو زمینه برابروي چې کیدی شي یو له هغه مواردو څخه پدې حوزه کې د ښوونې او روزنې بحث وي. په بل عبارت، د دې حوزه هندې متخصصان کولای شي ایران ته راشي او د اړتیا وړ مضامین تدریس کړي او په برعکس، په هغه مضامینو کې چې روزنې ته اړتیا لري روزنه وویني.
انجنیر قنبرپور همدا راز په ایران کې د هندي شرکتونو د بازار د پراختیا لپاره شته فرصتونه په ګوته کړل او یادونه یې وکړه: که چیرې د ICT په برخه کې فعال هندي شرکتونه په ایران کې د خپل بازار د پراختیا لپاره لیوالتیا ولري، نو موږ به په ایران کې په ځانګړې توګه د فاوا پارک په څانګو کې د دې شرکتونو د جوړولو لپاره زمینه برابره کړو. همدارنګه، که تاسو د ډیټا سنټر سکتور کې د فعالیت کولو لیوالتیا لرئ، موږ کولی شو په ځانګړي اقتصادي زون او په پیام نړیوال هوایی ډګر کې مناسب شرایط چمتو کړو.
دغه راز په ایران کې د هند سفیر ښاغلي رودرا ګائورا شرست د معلوماتی او مخابراتو د ټکنالوژۍ پارک له کمپلکس څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د فاوا پارک لیدنه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د خبرو اترو یو فرصت وباله او ویې ویل: معلوماتي ټکنالوژي په هند کې یو له اړینو حوزسو څخه شمېرل کیږي او دا ویلای شو چې هند په نړیواله کچه په دې برخه کې یو له مخکښ هیوادونو څخه دی او دا ټکنالوژي د هند د اقتصاد یوه اړینه برخه جوړوي. دا مسله د صادراتو او وارداتو په برخه کې ډیره مهمه ده. موږ په ساینسي ډګر کې د دې ټکنالوژۍ پراختیا او د ځوان استعدادونو جذب ته چې کولی شي دې ډګر ته دننه شي هم پاملرنه کوو.
د ایران په اسلامی جمهوریت کې د هند سفیر په دوام کې وویل: موږ پوهیږو چې ایران ځواکمن او با استعداده خلک لري چې د بندیزونو او ستونزو سره سره یې په داخلي ټکنالوژیو کې د پام وړ وده کړې. له همدې امله، د نوي ټکنالوژیو او پلټ فارمونو د رامینځته کولو پرمهال د یو بل سره د زده کړې او همکارۍ لپاره ښه فرصت شتون لري. د دواړو هیوادونو ترمنځ د معلوماتو، سیسټمونو او معلوماتي ټکنالوژۍ تبادله او شریکول یو ښه پیل کیدی شي. په هند کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د روزونکو روزنې او د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا کې هم ډیرې تجربې شتون لري چې موږ کولی شو غوښتنې تنظیم کړو.
هغه یادونه وکړه: په ایران کې، د بندیزونو او محدودیتونو له امله، داسې ښکاري چې سیمه ایز تولید د پام وړ وده کړې. موږ کولی شو د ایراني شرکتونو او هندي صادراتي شرکتونو ترمنځ اړیکې ټینګې کړو، ترڅو ایراني شرکتونه په هند کې د صادراتي شرکتونو له ګټو څخه ګټه پورته کړي، تر څو په دې توګه نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي. د يادونې وړ ده چې د ايران او هند ترمنځ سياسي اړيکې هم دوستانه اړيکې دي او دغه اړيکې د سوداګريزو او تخنيکي اړيکو په ډګر کې ښه وده کولى شي.
د غوندی په دوام کی د فاوا پارک د مخابراتو او نړیوالو چارو سلاکار ډاکټر عباس قنبري باغستان د هند سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د فاوا پارک شرکتونه او تولیدات معرفي کړل او وې ویل: فاوا پارک لوی شرکتونه لري چې محصولات یې په ایراني بازار کې مشهور دي. د فاوا پارک مدیریتي ټیم په دې برخه کې د پام وړ فعالیتونه درلودل.
د فاوا پارک د مخابراتو او نړیوالو چارو سلاکار دوام ورکړ: د هغو اړيکو د تجربو له مخې چې موږ له چين، روسيې او د افريقايي سيمې له هېوادونو سره لرو، د ګډو همکاريو يوه برخه د نوښت د مرکزونو جوړول دي چې د دواړو خواوو ترمنځ نوې مفکوريې، تجربې او نور شريک شي. فاوا پارک او د پیام ځانګړی اقتصادي زون د نړیوالو شرکتونو د جوړولو ظرفیت لري. نو که لوی هندي شرکتونه اراده ولري چې خپله څانګه په ایران کې جوړه کړي، موږ به یې کوربه توب وکړو.
په پاى کې ډاکتر عباس قنبري باغستاني د فاوا پارک د فعاليتونو او له افريقايي هېوادونو، روسيې او چين سره د همکاريو تاريخ ته په اشارې سره، د دواړو خواوو د مرکزونو، ګډو شرکتونو، صادراتو او د شرکتونو د جوړولو په برخو کې د لازیاتو پوهاوي پر اړتیا ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو خواوو ترمنځ د لا زیاتو اړیکو او د یاد تفاهم لیک د لاسلیک لپاره لازمه همغږي وڅارل شي.
د یادولو وړ ده؛ په دې لیدنه کې پر انجنیر اکبر قنبرپور، ښاغلي رودرا ګائورا شرست او ډاکټر عباس قنبري باغستان سربېره؛ د هند د سفارت پوځي اتاشه ښاغلی آمیت اسکار فرناندز، د هند د سفارت سوداګریز اتاشه ښاغلی سینگ راویندر؛ د پارک د رئیس سلاکار انجنیر سید منصور مطلق؛ د پارک د ساتنې او امنیت عمومي مدیر انجینر مهدي عزیزي مهماندوست؛ د ټکنالوژۍ د پراختیا مرستیال انجنیر جاوید یزدان پناه، د تکنالوژست واحدونو د پراختیا د مرکز مدیر انجنیر محمد علي جعفري او د بهرنیو چارو وزارت استازې مېرمن رجب پور هم شتون درلود.
ستاستو نظر: